روسیه: کېدای شي د ا.ا سرپرست حکومت په رسمیت وپېژنو

روسیه: کېدای شي د ا.ا سرپرست حکومت په رسمیت وپېژنو


  • 2 کاله دمخه (15/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 660

سمسور (۲۵غبرګولی۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د دې امکان شته چې روسیه افغانستان کې د ا.ا سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

ښاغلی کابلوف ویلي، دوی د نوي حکومت رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط لري او په دې تړاو د امریکا یا کوم بل هېواد لار نه تعقیبوي.

هغه زیاته کړې، چې د دوی لومړنی شرط ټول ګډونه حکومت دی، چې ټولې خواوې په کې خپل ځانونه وویني.  

دغه روسي ډیپلوماټ دا هم ویلي، چې روسیه په همدې ترڅ کې غواړي د سوداګرۍ په برخه کې هم له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.

لس میاشتې پوره شوې، خو لا هم د نړۍ هېڅ هېواد نوی حکومت په  رسمیت نه دی پېژندلی.