د هرات - خواف رېل پټلۍ د جوړولو پاتې چارې ژر پيلېږي

د هرات - خواف رېل پټلۍ د جوړولو پاتې چارې ژر پيلېږي


  • 2 کاله دمخه (15/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 675

سمسور (۲۵غبرګولی۱۴۰۱) د ا.ا یو پلاوی د هرات - خواف رېل پټلۍ په هکله له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره ایران ته تللی دی.

د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې ددغه رېل پټلۍ د پاتې چارو په اړه خبرې شوې دي او ایراني لوري ژمنه کړې ده، چې ژر به د یادې رېل پټلۍ د بشپړولو کارونه پیل کړي. 

ایراني لوري همدا راز زیاته کړې، چې هڅه کوي دغه پټلۍ د هرات تر هوايي ډګر پورې ورسوي. 

د ایران د خواف او هرات ترمنځ د ريللارې د جوړېدو کار تر ډېره د افغانستان د تېر حکومت پر مهال بشپړ شوی؛ خو وروسته له دې چې ا.ا واک ته رسېدلی، د دې پروژې کار نیمګړی پاتې دی.  

اوس ددغه پټلۍ د پاتې چارو د بشپړولو لپاره ایرانی او افغان لوری په مذاکراتو بوخت دي.