سيګار: افغانستان کې دا مهال تر ۹۰۰ زره پورې خلک بېکاره دي

سيګار: افغانستان کې دا مهال تر ۹۰۰ زره پورې خلک بېکاره دي


  • 2 کاله دمخه (16/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 681

سمسور (۲۶غبرګولی۱۴۰۱) د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې (سیګار) د اټکل له‌مخې، په افغانستان کې دا مهال شااوخوا ۹ سوه زره خلک بېکاره دي. 

دې ادارې دغه اټکل د نوي حکومت له پیله د روان کال تر نیمايي پورې کړی او ویلي یې دي، چې د بې روزګاره شویو افغانانو شمېر له ۷۰۰ زرو تر ۹۰۰ زرو پورې رسېږي.

د مالوماتو له‌مخې، د بېکاره خلکو په ډله کې ښځینه قشر هم شامل دی، چې تر نورو ډېر دوی اغېزمنې شوې دي.   

اټکل کېږي، چې د روان ۲۰۲۲ تر نیمايي پورې به ۲۱ سلنه نورې ښځې هم بې روزګاره شي.

د سیګار په وینا په ۲۰۲۰ کې د افغانستان په سلو کې ۱۷ کاري قوه ښځو تشکیلوله، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د ا.ا له بیا واک ته رسېدو وروسته په اکثرو دولتي ادارو کې ښځو دندې له لاسه ورکړي او په کور کښېنول شوې دي.