نامالوم وسله‌وال پکتیا ولایت کې یو ځوان په ډزو وژلی

نامالوم وسله‌وال پکتیا ولایت کې یو ځوان په ډزو وژلی


  • 2 کاله دمخه (16/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 638

سمسور (۲۶غبرګولی۱۴۰۱) ځایي امنیتي سرچینې وایي، چې پکتیا ولایت کې ناپېژنده وسله‌وال یو ۲۵ کلن ځوان په ډزو وژلی او یو بل کس یې ټپي کړی. 

سرچینې ویلي، چې پېښه تېره شپه ناوخته مهال د دغه ولایت سیدکرم ولسوالي په اړوند سیمه شوې ده. 

د مالوماتو پر بنسټ، د پېښې ټپي شوی کس روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

ځایي امنیتي چارواکي وایي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي او ډېر ژر به یې عاملان ونیسي. 

دغه پېښه داسې مهال کېږي، چې په وروستیو کې د ناڅرګندو کسانو له خوا د وژنو پېښې ډېرې شوې دي، چې هېوادوال یې د دوی د امنیت تامین په تړاو هم اندېښمن کړي.