سمسور (۲۶غبرګولی۱۴۰۱) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پر چمن دراوزه د اوښتوونکو خلکو ځورول زیات شوي دي.
هغه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې پر چمن دروازه له خلکو څخه د ناروغ پیسې د رشوت په توګه اخیستل کېږي او په خبره یې، خلک له «ذلالت» سره مخ دي.
هغه د دروازې دواړو خواوو پر مسوولینو غږ کړی دی، چې پر دغه دروازه له اوښتونکو خلکو سره زور زیاتی او ناوړه چلند بند کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه له اوښتونکو افغانانو سره د زور زیاتي راپورونه ورکړل شوي.
بل خوا؛ د طالبانو حکومت او پاکستان تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.