سرپرست حکومت: پنجشېر کې مو هیلیکوپټره نه‌ده په نښه شوې

سرپرست حکومت: پنجشېر کې مو هیلیکوپټره نه‌ده په نښه شوې


  • 2 کاله دمخه (17/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 657

سمسور (۲۷غبرګولی۱۴۰۱) سرپرست حکومت په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې د دوی یوه هیلیکوپټره یې هدف ګرځولې ده.

د سرپرست حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي، چې هیليکوپټرې د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې او بیا وروسته یې الوت کړی دی. 

هغه دغه راز ویلي، چې په دې پېښه کې د هیلیکوپټرې سپرلۍ ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بل خوا؛ د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي ویلي، چې د پنجشېر په ارزو دره کې د دوی ځواکونو د ا.ا یوه M17 هیلیکوپټره په نښه کړې او څلور تنه سپرلۍ یې ترې ژوندۍ نیولې ده.