هلمند او کندهار کې پاکستان ته د سلګونه پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

هلمند او کندهار کې پاکستان ته د سلګونه پسونو د قاچاق مخه نیول شوې


  • 2 کاله دمخه (17/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 642

سمسور (۲۷غبرګولی۱۴۰۱) ځایي چارواکي وایي، چې هلمند او کندهار ولایتونو کې یې پاکستان ته د څه باندې زرو پسونو د قاچاق مخه نیولې ده. 

سرچینې همدا راز ویلي، چې د دغو پسونو د قاچاق مخه یې د هلمند په ګرمسیر او د کندهار په معروف او ریګستان ولسوالیو کې نیولې ده.  

د مالوماتو له‌مخې، د پسونو د قاچاق په تور دیارلس کسان هم نیول شوي دي.  

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په لوېدیځ کې ګاونډیو هېوادونو ته د پسونو او غواګانو د قاچاقېدو راپورونه ورکړل شوي.

اندېښنې بیا دا دي، چې که له هېواده د دغې چارې مخنیوی ونه شي؛ نو په کور دننه به د غوښې بیې لوړې شي.