سمسور (۲۷غبرګولی۱۴۰۱) ځایي امنیتي سرچینې وایي، چې په نیمروز ولایت کې یې پاکستان ته د امریکایي پوځي بوټانو د قاچاق مخه نیولې ده.
د دولت باختر خبري آژانس خبر ورکړی دی، چې د نیمروز ځایي امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې ۲۲۰ جوړه هغه امریکایي پوځي بوټان کشف او ضبط کړي دي، چې پاکستان ته قاچاق کېدل.
د خبر له مخې، چې دغه شمېر بوټان د یو کشفي او اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي؛ خو په دې اړه نور جزیات نهدي شریک شوي.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې امریکایي چارواکو ویلي وو، چې له افغانستانه د دوی تر وتلو وروسته د اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې دي.
امریکا، چې دغه تجهیزات د تېرو ۱۶ کلونو پر مهال د افغانستان پخوانیو حکومتونو ته ورکړي وو، اوسمهال د ا.ا نوي حکومت په کنټرول کې دي.