سمسور (۲۸غبرګولی۱۴۰۱) د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «کارته پروان» سیمه کې د افغان اهل هنود پر عبادت ځای برید کوونکي تر څو ساعتونو وروسته لهمنځه وړل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور خبریالانو ته ویلي، چې په دغه برید یو سرتېری او یو افغان اهل هنود وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې دوه اهل هنود وګړي هم ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د پېښي ټپیان د درملنې په هدف روغتون ته انتقال شوي دي.
ښاغلي ټکور په دې اړه نور معلومات نهدي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې په دې اړه څېړنې پيل شوي دي.