له دوو لیسزو ځنډ وروسته؛ د ننګرهار ملکي هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شو

له دوو لیسزو ځنډ وروسته؛ د ننګرهار ملکي هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شو


  • 2 کاله دمخه (18/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 860

سمسور (۲۸غبرګولی۱۴۰۱) له دوه لسیزو ځنډ وروسته د ننګرهار ولایت هوايي ډګر ملکي هوايي الوتنو ته په بشپړ ډول چمتو شوی دی. 

د  ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، د ننګرهار هوايي ډګر، چې په تېرو شلو کلونو کې ناټو او امریکایي ځواکونو د پوځي موخو لپاره کاروه؛ اوس د ملکي الوتنو پر مخ پرانیستل شو او عملاً ترې الوتنې ترسره کېږي.

دغه وزارت همدا راز ویلي، چې د دې هوایي ډګر مسلکي کاري ډلې مخابروي سيستم او د هوایي برجونو د څارلو تجهیزات ترمیم، تنظیم او بیا فعال کړل. 

د مالوماتو له مخې، چې دغه راز د هوایي ډګر ځغاستليکه، عملیاتي او ساحوي برخې پاکې، خوندي او الوتنو ته چمتو او فعاله شوې دي.

همدارنګه، د دې هوایی ډګر تاریخي ترمینل بیا په بشپړه توګه پاک، منظم او د مسافرینو د پروسس کولو لپاره چمتو شوی.

د يادونې ده، چې په دې هوايي ډګر کې اړين عمليات ترسره شوي او ټولې عملياتي ساحې او ترمينل د هوايي چلند خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دي.