زابل کې د  ټرافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او پنځه نور ټپيان دي

زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او پنځه نور ټپيان دي


  • 2 کاله دمخه (19/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 651

سمسور (غبرګولی۱۴۰۱) ځایي روغتیایي مسوولین وایي، چې په زابل ولایت کې د ټرافکي پېښه له کبله پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمي ویلي، چې دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ د دې ولایت په نورک سیمه کې د فیلډر موټر او ټېلر ترمنځ شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې ټپيان د زابل ولایت سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو  راپورونه زیات شوي، چې له امله یې ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

ټرافیکي پېښې تر ډېره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکو نښو نشتوالي او سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.