نولس سوه درې نوي یم میلادي کال د پېښور د اوړي زاره چاودی موسم و. له ماښامه تر ماښامه د شعرونو ټولګه مې خپره شوې وه. د خوږې پښتو او د دنیا د ځینو لویو شاعرانو شعرونه مې لوستي وو. د خودخواهۍ هغه پېریان مې له سره الوتي وو، چې ګوندې زه هم ښه شاعر یم. پر خپل هر نوي شعر مې شک کاوه،چې د اهل ذوقو به خوښ شی او که نه؟ که مو په یاد وي، هغه مهال له آسمانه یوناآشنا ستوری، یوه ناآشنا لویه ډبره راروانه وه. راډیوګانو به ویل،چې ددې لویې تیږي حجم د ځمکې په اندازه یا لږ کم و زیات دی. که دا لویه ډبره پر ځمکه را پرېوزي، کېدای شي، چې د ځمکې کُره لکه دمېښې تر پښو لاندې چونګښه چيته پیته کړي. ناآشنا غوندې وېره خوره وه. پرځمکه د خدای احسان و، ډبره د ځمکې پر ځای پر مشتري پرېوته. مشتري ته د مینې رب لویه سینه ورکړې وه. دا درنه ډبره یې په خورا صبر زغملې وه، د چا خبره ایله بیله یې د ځمکې په اندازه کنده په کې جوړه وه. زما په یوه نوي غزل کې دا بیت هم راغلی و:
ستا د ښایست د شنه آسمان پر مشتري پرېوَزي
د مینې ستوری مې د عقل له مداره وتی
دا بیت د وخت د پښتو اکاډمۍ مشر ارواښاد محمدنوازطایر صاحب ته هم رسېدلی و. خوښ شوی یې و او د مېز پر سر یې تر ښيښې لاندې اېښی و. د دې بیت له برکته زه هم د باړه ګلۍ سیمینار ته بلل شوی وم. ماشومتوب ته ورلنډه ځواني وه،زړه مې لکه مرغۍ وزرې کولې. پېښورۍ څپلۍ مې په پښو کړې، شوخې شین بخونې جامې مې واغوستې. له استاد هېوادمل سره د پښتو اکاډمۍ لوی بس ته ور وختم.په بس کې مې اباسین یوسفزی او نور پېژنګلو شاعران او لیکوالان ولیدل. زړه مې باغ باغ شو. له ځانه سره مې وویل: ځه که خیر وي، ټول پېژندګلو ملګري دي.ښه سات به مو تېر شي او ښې مشاعرې به ولرو. زما همزولی اباسین یوسفزی هغه مهال ښایسته ځوان و. تک تور غټ برېتونه یې له سپین مخ سره داسې اېسیدل لکه د واورې په ډک ځنګل کې چې لمر غټه توره لیکي ایستلې وي.
بس روان شو، خو د اباسین یوسفزي خبرې لکه د اباسین د سیند اوبه په څپو وې او تم نه شوې. د بس کړکۍ مو خلاصې وې. د لارې د لمنځو او نښترو یخو شمالونو مو د پېښور ګرمۍ ځپلي زړونه نازول. لاره اوږده وه خو په ګپ شپ کې ډېره زر لنډه شوه. د باړه ګلۍ جګو غرونو او ځنګلونو ته انګریزانو پېړۍ وړاندې سړکونه ور تېر کړي وو. باړه ګلۍ ته ورسېدو. د پښتو اکاډمۍ په ودانیو کې مو بکسونه مکسونه کېښودل. د باړه ګلۍ په یخو اوبو مو د پېښور ګرمۍ له ځانونو و توږلې. د باړه ګلۍ پر سر بارانونه نه ستړي کېدل. شېبه په شېبه به راتلل او بیا به په ژېړبخون لمر کې دمه کېدل. زه د باندې راووتم، له نښترو او نورو ونو لمده خوشبو لټېده. خوږه لګېده او آن د زړه تل یې تخناوه.دې زړه تخنوونکې خوشبو د یوه تازه غزل ډالۍ هم راکړه.
غزل مې اوس نه دی په یاد خو یو څو مسرې یې داسې وې:
د ابراهیم خوبه قربان دې شم اختر دې راکړ
فکر کوم، دایې د مطلع دویمه مسره وه. یو ځای دا بیت هم و.
پښتون دې کړم د غاصب کاڼي په تندي ماتوم
بخت دې هم راکړ، خو پخلا نه مرور دې راکړ
چې د ځنګل په دیدن او د غزل په غلې زمزمه موړ شوم، نو بیا مې د پښتو د لویو لیکوالو او شاعرانو دیدن ته تلوسه شوه. له استاد هېوادمل سره د پښتو ژبې د یوه لوی څېړونکي پروفیسور سیال سلام ته لاړم. پر کشرانو مهربان او خوږ اروا انسان و. د شعر د اورولو یې راته وویل. لکه اوس هغه مهال هم د خپلو شعرونوپه ویلو شرمېدم. د چا خبره بسم الله مې کړه، زړه مې په زړو ریتاړو کې وتاړه او خپل نوی غزل مې ورته واوراوه.
غزلګی به یا چندان و، یا نه خو د استاد سیال پیرزوینه او مینه ډېره وه. د غزل یې زښت زیات صفت وکړ. په خندا او په مینه یې راته وویل:
کاروانه، دا غزل باید په اوداسه وویل شي او په اوداسه واورېدل شي.
زه پوهېدم چې غزل به دومره نه وي، خو دا د سیال صاحب پیرزوینه ده، چې ځوانانو ته د مخته تګ او نوي کشف لارې ګودرې ښیي. له تاسو څه پرده چې دا غزل مې په مشاعره کې په اوداسه واوراوه. د غزل د اورولو پر مهال خندا راغله. د استاد سیال صاحب سپارښتنه رایاده شوه. په خیال کې راغلل: زما خو اودس شته دی، خو چې د اورېدونکو اودسونه به څنګه وي؟ هی هی نیمګړې دنیاګۍ، هی هی وږې او تږې ځمکې، څومره خواږه خواږه غنم غنم او اوبه اوبه خلک دې وخوړل او وڅښل خو لا مَړه نه یې او تنده دې مړه نه ده.
پرون د دې لوی او مینه ناک انسان له مرګه خبر شوم. الله دې یې په خپله مینه و نازوي.
الله دې یې هغه جهان هم ښکلی کړي. د مینې رب دې د دوی کورنۍ، دوستانو، شاګردانو او د پښتو ادب درستو مینانو ته لویه تسلي ورکړي.
له پرونه راهیسې، مې د استاد ارواښاد سیال صاحب متبسمه څېره او دا خاطرې په زړه او ذهن کې تاوېدې. د دې سفرونو، څه نورې شاعرانه خاطرې هم شته، ان شاءالله هغه به هم لیکم.
۲۹ جوزا ۱۴۰۱ هجري شمسي، خوست توره وړۍ