دعطامحمدنور څرګندونې او د دربار د غلام بچه ګانو نه غبرګون


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • کریم الله سدوزی
  • 1361

د چهار شنبه په ورځ د د سپتامبر په نهمه  نېټه د احمدشاه مسعود د تلین په پلمه یوه پرتمینه غونډه په مزارشریف کې د عطامحمدنور لخوا رابلل شوې وه.

په دغه ناسته کې د بلخ والي عطامحمد نور له اوره ډکه وینا واوروله او د اوږدو څرګندونو په لړ کې حامدکرزی وګواښووه چې ګنې دولت  د دې وس نلري چې د شمال د خلکو د اعتراضونو او لارینونو مخه ونیسي... پوښتنه پیدا کیږي چې د دربار غوړه ماران او د کرزي غلام بچه ګان چې د سلاکارانو په نوم ترې راتاودي ولې په دې تړاو نه څه لیکي او نه څه وایي؟  ښایي د دې لامل دا وي چې د کرزي پلویانو او د درباریانو په ټولټاکنو کې هرومرو درغلي کړې ده... ځکه چې وایي ؛خاین خایف است.؛  یا دا چې د دربار غلام بچه ګان پدې اند دي  چې ځه خو موږ یې ګټو بیا به ورسره ګورو...ولې دوئ دا له یاده اېستلې ده چې کرزی یو ډارن او یو غولوونکی انسان دی چې پرته له خپلې چوکۍ او شخصي ګټې نه بل هېڅ شی نه ګوري ځان ګوري او خپل مقام. او که چېرې ملي ګټې ورته د پام وړ وای  همدغه عطامحمد نور د کرزي صاحب والي په ډاګه دا ونه وېل چې د افغانستان حکومت باید د ډیورند کرښه په رسمیت وپېژني؟! په ډېرې بې شرمۍ  یې وویل او په ډېرې بې شرمۍ ورته کرزي کتلې. دا لا څه کړې چې همدغه کرزی وو چې نوموړي  ته یې د وزیرمحمداکبرخان مډال ورکړ.

دا د دربار غلام بچه ګانو په سر کې هیواد مل ولې ورته دا سلا ورنکړه چې دا د نستوړي مار به یوه ورځ تا چیچي... د یادونې بله خبره خو دا ده چې نوموړی له یوې خوا د عبداله د کمپاین ډبره په سینه وهله او له بلې خوا د کرزي د حکومت والي وو. یا خو بادار او غلام بچه ګان پدې اند وو چې ته پرېږده  دی څه کوي؟  او یا ښایي درباریانو فکر کړی وي چې په موږ یې څه موږ خو غېر له هغې په پنډو پنډو معاشونه اخلو...کرزی پوه شه او والي یې... موږ ګوره او ملي ګټې... موږ د بانجان  نه د خان نوکر یو.

کریم الله سدوزی

د کابل پوهنتون شاګرد