د کندهار هوايي ډګر کارکوونکو د تنخوا د نه ورکړې له کبله ډله‌ییزه استعفاء کړې

د کندهار هوايي ډګر کارکوونکو د تنخوا د نه ورکړې له کبله ډله‌ییزه استعفاء کړې


  • 1 کال دمخه (20/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 486

سمسور(۳۰غبرګولی۱۴۰۱) د کندهار د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر يو شمېر قراردادي کارکوونکي د معاش نه ورکړې له امله د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي دي. 

دغه کارکوونکو رسنیو ته ویلي، چې له شااوخوا اتو مياشتو راهيسې يې له خپلې قرادادي کمپنۍ څخه معاشونه نه دي ترلاسه کړي.  

دوی وايي، د مسعود حميد په نوم کمپنۍ سره یې د صفاکارانو او اشپزانو په حیث دندې اجرا کوله.

د دوی په خبره، چې شمېر يې نږدې شلو تنو ته رسېږي، اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. 

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې د همدې هوايي ډګر د امنيت د برخې کارکوونکو هم کاري اعتصاب کړی وو، خو له څه مودې وروسته ورته بېرته معاشونه حواله شول.