بامیان کې یوې نجلۍ د جبري واده له امله ځان زندۍ کړی او مړه ده

بامیان کې یوې نجلۍ د جبري واده له امله ځان زندۍ کړی او مړه ده


  • 2 کاله دمخه (21/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 755

سمسور (۳۱غبرګولی۱۴۰۱) ځایي سرچینې وایي، چې په بامیان ولایت کې یوې نجلۍ د جبري واده له کبله ځان زندۍ کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د دې نجلۍ خپلوان وایي، چې دې نجلۍ د دې لپاره ځان وژنه کړې، چې کورنۍ یې غوښتل چې د دې له اجازې پرته یې د خاله زوی ته واده کړي. 

د سرچینې په خبره، نجلۍ د خپلې کورنۍ د دې پرېکړې له امله ځان زندۍ کړی او ژوند یې پای ته رسولی دی. 

د مالوماتو له مخې، نوموړې نجلۍ د سیغان ولسوالي «سیدبابا» سیمې اوسېدونکې وه.

تر اوسه د بامیان ولایت سیه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو د دا ډول پېښو راپورونه زیات شوي، چې تر ډېره یې لامل کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.