سمسور (۳۱غبرګولی۱۴۰۱) ملګرو ملتونو د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې پر ملکیانو پرونۍ چاودنه غندلې ده او ویلي یې دي، چې پر ملکي وګړو باید بریدونه پای ته ورسول شي.
په کابل کې د ملګرو ملتومو سیاسي استازولۍ «یوناما» په ننګرهار کې د ملکي وګړو زیانمنېدل خواشینوونکي بللي دي او زیاته کړې یې ده، چې دغه ډول بریدونه باید پای ته ورسول شي، چې د ملکي خلکو ژوند ته ترې ګواښ جوړېږي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم د ملکي وګړو پر تلفاتو اندېښنه ښوودلې وه او ټینګار یې کړی دی، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله بشر ضد جنایت دی.
باید وویل شي، چې تېره ورځ د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د چسپکي ماین چاودنې له امله د پنځو امنیتي سرتېرو په ګډون ۳۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۸ ملکي وګړي پهکې ژوبل شوي دي.