د تېرې شپې زلزلې په یو شمېر سیمو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي

د تېرې شپې زلزلې په یو شمېر سیمو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي


  • 2 کاله دمخه (22/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 644

سمسور (۱چنګاښ۱۴۰۱) تېره شپه د افغانستان په ځینو سیمو کې د زلزلې ټکانونه حس شوي، چې پکتیکا او خوست کې یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ځایي اوسېدونکي وایي، چې بېګانۍ زلزلې په خوست ولایت کې د «ډنډ» په نوم یو کلی په بشپړ ډول له منځه وړی دی، چې د ځاني او مالي تلفاتو شمېر یې لا معلوم نه دی.

د سیمې د اوسېدونکو په خبره، چې د دغه ولایت د افغان دبۍ په نوم سیمه کې هم شل کسان وژل شوي دي.

په ورته مهال؛ د پکتیکا ولایت اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د تېرې شپې زلزلې له کبله شااوخوا سل کسان وژل شوي؛ خو لا رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي. 

تر اوسه د زلزلې له کبله د هېواد په نورو سیمو کې د اوښتې مرګ ژوبلې او تلفاتو راپورونه نه دي ورکړل شوي.  

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې مرکز په خوست کې و او د افغانستان په ګډون یې د پاکستان یو شمېر سیمې هم لړزولې دي. 

دې ادارې لیکلي، چې د رېښتر په کچه ۶.۱ درجې زلزلې مرکز د خوست ولایت په ۴۴ کیلومترۍ د ځمکې په ۵۱ کیلومتره ژور تل کې محاسبه شوی دی.