سرپرست حکومت: پر ځینو چارواکو مو د سفر نوی بندیز بې‌ګټې دی

سرپرست حکومت: پر ځینو چارواکو مو د سفر نوی بندیز بې‌ګټې دی


  • 2 کاله دمخه (22/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 609

سمسور (۱چنګاښ۱۴۰۱) سرپرست د ملګرو ملتونو له خوا د دوو چارواکو پر سفر لنډمهاله معافیت لغو کېدو ته غبرګون ښودلی او د یادو بندیزونو د دایمي لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده. 

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوې اعلامیې کې د کابینې پر دوو غړو بندیزونه د اندېښنې وړ بللي دي. 

هغه زیاته کړې، چې د دوی حکومت دا ډول فشارونه بې ګټي او د ازمویل شویو ناکامو تجربو تکرار بولي، چې هېڅ نتیجه به ورنه‌کړي. 

اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتل شوي، چې نور باید تر دې وروسته یو طرفه «قضاوت» ونه کړي او د افغانانو حقه حقوق ورکړي. 

دغه وزارت د ملګرو ملتونو له خوا د ۱۳ نورو لوړپوړو چارواکو د سفر معافیت غځېدو هر کلی کړی او زیاته کړې ده، چې دغه بندیزونه باید د ټول وخت لپاره لېرې شي.

ملګرو ملتونو د پوهنې وزارت سرپرست معین، سعید احمد شهید خېل او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني د سفر لنډمهاله معافیت لغو کړ.