سمسور (۱چنګاښ۱۴۰۱) مخکېني ولسمشر محمد اشرف په یوه پیغام کې له نړيوالو خيريه بنسټونو، سازمانونو او په کور دننه له خلکو غوښتي، چې له زلزله ځپلو کورنيو سره مرسته وکړي.
نوموړي پر خپل ټوېټر پاڼه په پکتيکا، خوست او د هېواد په نورو ولايتونو کې له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغهدغه راز پر خلکو غږ کړی دی، چې په دې سختو شېبو کې د دیني فريضې او ټولنيز کلتور په توګه د يو بل تر څنګ ودرېږي.
د یادونې ده، چې بېګانۍ زلزلې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې سلګونه کسانو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.
د وروستيو شمېرو له مخې، يوازې د پکتيکا په دوو ولسوالیو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.