ملګري ملتونه: زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لرو

ملګري ملتونه: زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لرو


  • 2 کاله دمخه (23/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 659

سمسور (۲چنګاښ۱۴۰۱) ملګري ملتونه وايي، د اوسني اټکل له مخې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره لږ تر لږه ۱۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکی رمیز ال اکبروف وايي، دغه مرستې یوازې د دې لپاره نه دي په کار چې خلکو ته غیر خوراکي توکي او روغتیايي مرستې ورسوي او سرپناه ورته برابره کړي بلکې له سېلاوونو، زلزلو او اورښتونو وروسته ځينو پیدا کېدونکو ناروغیو ته هم اندېښمن دي، چې باید مخه یې ونیول شي. 

ښاغلي اکبروف خبریالانو ته ویلي، چې سیمې ته یې مرستندویه ډلې رسېدلې دي؛ خو د سختو ورښتونو او توندو بادونو له کبله یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

ښاغلی اکبروف همدا راز وايي چې اوس یې ډېره توجه سختو زیانمنو شویو سیمو ته ده چې ګېلان یې له ډلې یوه ده. 

د ده په خبره، هلته زلزلې تر ټولو ډېر ویجاړی کړی دی.