د پیر نیول کېدل؛ سرپرست حکومت: د پېژندل شویو کسانو خپلسرې نیونه جرم دی

د پیر نیول کېدل؛ سرپرست حکومت: د پېژندل شویو کسانو خپلسرې نیونه جرم دی


  • 2 کاله دمخه (23/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 669

سمسور (۲چنګاښ۱۴۰۱) سرپرست حکومت د «پیر» په نوم کس نیول کېدو ته په غبرګون کې ویلي، چې په خپل سر د پېژندل شویو کسانو نیول جرم او جنایت دی.

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې «اسلامي امارت» یو مسؤل نظام دی، عدلي او قضايي ارګانونه لري او په خبره یې هر جرم او جنایت باید له خپلو قانوني لارو څخه برسي شي.

نوموړي د هغو امنیتي کسانو د ژر نیول کېدو خبرداری ورکړی دی، چې تېره ورځ یې د ابراهیم اغا «پیر» په نوم یو کس نیولی دی. 

په ټولینزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې د څو امنیتي کسانو له خوا د پیر په نوم یو کس نیولی شوی او ترې پوښتنې او ګروېږنې کوي.  

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې یو کس له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی، چې په ځینو ولایتونو کې یې له خپلو مریدانو سره لیدنې پیل کړې دي. 

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکو پر دغو لیدنو پراخ غبرګونونه ښودلي دي او له حکومت یې د هغه د نیول کېدو غوښتنه کړې وه.