هلمند کې ټرافیکي پېښې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکو ته مرګ‌ژوبله اړولې

هلمند کې ټرافیکي پېښې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکو ته مرګ‌ژوبله اړولې


  • 2 کاله دمخه (23/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 649

 

 

سمسور (۲چنګاښ۱۴۰۱) ځایي مسوولین وایي، چې هلمند ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د برېښنا شرکت یو کارکوونکی مړ شوی او ۴ نور یې ټپيان شوي دي. 

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد هلمندی ویلي، د برېښنا شرکت دا ۵ کارکوونکي له کابل څخه راغلي وو او غوښتل یې د دغه ولایت د کجکي ولسوالۍ د برېښنا ارزونه وکړي، چې په سنګین ولسوالۍ کې یې ترافیکي پېښه کړې ده.

نوموړی وايي، چې دا پېښه نن پنجشنبه د سنګین ولسوالۍ په څاروان کلا سیمه کې شوې ده.

تر دې وړاندې هم په هلمند کې ترافیکي پېښو خلکو ته مرګژوبله اړولې، چې خلک یې لامل د موټروانانو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښيي.