وروستیو بې‌وخته درنو واورو نورستان او کونړ کې خلکو ته سخت د سر او مال زیان اړولی

وروستیو بې‌وخته درنو واورو نورستان او کونړ کې خلکو ته سخت د سر او مال زیان اړولی


  • 2 کاله دمخه (24/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 1297

سمسور (۳چنګاښ۱۴۰۱) ځایي مسوولین وایي، چې په نورستان او کونړ ولایتونو کې وروستیو بې وخته درنو واورو خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي. 

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي سميع الحق حق بيان وايي، وروستیو ورښتونو په دې ولایت کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.  

ځایي چارواکي وایي، چې په کونړ ولایت کې د سختې واورې د اورېدو له کبله ۲۰ تنه مړه شوي دي.  

د دوی په وینا، د کونړ د څوکۍ ولسوالي په دیوه ګل دره کې د واورې د اورېدو له امله ۱۲ ماشومان مړه شوي دي.

چارواکي وایي، د کونړ په کومار کلي کې د درنې واورې په وجه د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۸ غړي مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وايي، چې په مړو شویو کسانو کې ۴ ماشومان او ۳ ښځې دي.

باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د واورې د اورېدو له کبله په کونړ کې سلګونه څاروي هم مړه شوي دي.