پکتیکا کې بیا زلزله شوې؛ لسګونه کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې

پکتیکا کې بیا زلزله شوې؛ لسګونه کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې


  • 2 کاله دمخه (24/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 749

سمسور (۳چنګاښ۱۴۰۱) ځایي سرچینې وایي، پکتیکا کې یو ځل بیا نن سهار یوولس بجې زلزله شوې او شااوخوا ۱۷ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. 

د پکتیکا والي ثنا‌الله  معصوم ویلي، چې په زیانمنو کې ۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۲ نور ټپیان دي.د

نوموړي همدا راز ویلي، چې دغه زلزله د یاد ولایت د ګیان په ګډون ځینو ولسوالیو کې احساس شوې او هغو کورونو ته یې زیانونه اړولي، چې تېرې زلزلې یې تهدابونه ښورولي او دېوالونه یې کاږه یا درز شوي کړي وو.

ښاغلی معصوم وايي، دویمې زلزلې په ګیان او برمل کې د سر زیان اړولی دی.

د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې وېبپاڼې وايي، د افغانستان او پاکستان پولې ته نژدې سیمو کې د ریښتر په کچه ۴ درجې زلزله شوې ده.

درې ورځې مخکې هم په پکتیکا او خوست کې سخته زلزله شوې وه چې نژدې ۱۰۰۰ کسان یې ووژل او څه نا څه ۳۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.

دغې زلزلې له ۱۰،۰۰۰ زیات کورنه وران کړي دي.