سرپرست حکومت: روزل شوي افغان پوځیان د هېواد شتمني ده، دندې ورکوو

سرپرست حکومت: روزل شوي افغان پوځیان د هېواد شتمني ده، دندې ورکوو


  • 2 کاله دمخه (25/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 622

سمسور (۴چنګاښ۱۴۰۱) سرپرست حکومت وایي، په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان پوځیان به په دندو وګوماري.

کورنیو چارو وزارت په بهر کې روزل شوي افغان پوځیان د هېواد شتمني بللې ده او زیاته کړې یې ده، دوی چمتو دي، چې یاد کسان د خپلو زده کړو او مسلک مطابق پر دندو وګوماري.

دغه وزارت تمه لري، چې یاد پوځیان به بېرته هېواد ته راوګرځي او دلته به د خپلو خلکو خدمت ته دوام ورکړي. 

سرپرست حکومت په هند کې روزل شویو افغان پوځیانو ته په دولتي چوکاټ کې د دندو د ورکولو ژمنه داسې مهال کوي، چې هند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله واستوله او په دې توګه یې دلته خپل ډيپلوماتیک حضور یوځل بیا پیل کړ.