پاکستان: خوست کې مو د زلزله‌ ځپلیو د درملنې لپاره روغتیايي کمپ جوړ کړی

پاکستان: خوست کې مو د زلزله‌ ځپلیو د درملنې لپاره روغتیايي کمپ جوړ کړی


  • 2 کاله دمخه (25/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 634

سمسور (۴چنګاښ۱۴۰۱) په کابل د پاکستان سفارت وایي، چې د خوست په هوايي ډګر کې يې د پکتيکا او خوست د زلزلې له امله د ټپيانو د درملنې لپاره يو روغتيايي کمپ جوړ کړى دى.

د پاکستان سفیر منصور احمدخان پر ټوېټر لیکلي، چې دغه کمپ د خیبر پښتونخوا ځايي حکومت جوړ کړی دی.

ښاغلي خان زیاته کړې ده، چې ۱۹ ډاکټران له درې امبولانسونو سره د پېښې ځای ته د ټپیانو د درملنې او د پاکستان روغتونونو ته د نازکو ناروغانو د لېږد لپاره راغلي دي. 

څلور ورځې مخکې په پکتیکا او خوست کې خونړۍ زلزلې نږدې ۱۰۰۰ کسان  ووژل او څه نا څه ۳۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.