جان کربي: امریکا د نوي افغان حکومت د رسمیت پېژندنې کوم پلان نه‌لري

جان کربي: امریکا د نوي افغان حکومت د رسمیت پېژندنې کوم پلان نه‌لري


  • 2 کاله دمخه (25/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 758

سمسور (۴چنګاښ۱۴۰۱) د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر ویلي، امریکا د نوي سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو هېڅ پلان نه‌لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر ښاغلي کربي دا څرګندونې یوه اوونۍ وروسته له هغې کړې، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو، چې د روسیې له خوا د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندلو احتمال شته.

ښاغلي کربي د روسیې د دریځ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې مسکو د متحده ایالاتو د دریځ په پام کې نیولو پرته کولای شي نوی حکومت په رسمیت وپېژني ویلي، امریکا په دې وضعیت کې نه ده چې د ا.ا حکومت په رسمیت پېژندنه وارزوي.  

متحده ایالات او غربي متحدین یې هم په افغانستان کې ټولشموله حکومت چې د ټولنې د ټولو قشرونو، سیاسي ګوندونو، قومي او دیني اقلیتونو استازي په کې شتون ولري او بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري له نوي افغان حکومت سره د هر ډول تعامل اساسي شرط ګڼلی دی.