سمسور (۴چنګاښ۱۴۰۱) ځایي روغتیایي چارواکي وایي، چې ننګرهار ولایت کې د یوې مدرسې د چت رالوېدو پېښه کې یو زده کوونکی وژلی شوی او ۱۲ نور ژوبل دي.
سرچینې ویلي، چې پېښه د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند کږې بازار پاس غونډۍ کلي کې د احمد شاه په نوم یوې دیني مدرسه کې شوې ده.
د سرچینې په وینا، د پېښې ټپیان د خوږیاڼو ولسوالي او ننګرهار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د چت د پرېوتو لامل نه دی څرګند شوی؛ خو ډېر کله دا ډول پېښې د زیاتو ورښتونو او د ځینو ودانیو د زوړوالي له امله رامنځته کېږي.
وړمه ورځ هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ورښت له کبله د یو کور د کوټې د چت پرېوتو پېښه کې یو تن مړ او ۵ نور ټپیان شوي وو.