حقاني: د بندیزونو لګول د هېڅ درد دوا نه‌شي کېدای، لا ستونزې زېږوي

حقاني: د بندیزونو لګول د هېڅ درد دوا نه‌شي کېدای، لا ستونزې زېږوي


  • 2 کاله دمخه (26/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 679

سمسور (۵چنګاښ۱۴۰۱) د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر، عبدالباقي حقاني ویلي، چې بندیزونه له افغانانو سره مرسته نه‌شي کولای، بلکې د دوی ستونزې زیاتوي.  

هغه د ملګرو ملتونو له خوا پر ده او د پوهنې وزارت مرستیال پر سفر د بندیز په غبرګون کې ویلي، چې له دې وړاندې هم پر افغانانو بندیزونه لګول شوي وو، خو نه یې نړیوالو ته او نه یې افغانانو ته کومه ګټه وکړه.  

د ده په وینا، د افغانستان د ستونزو حل لاره له افغانانو سره مثبت تعامل او مرسته ده. 

حقاني هیله ښودلې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي او د افغانستان په پرمختګ او د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو په ملاتړ کې خپل بنسټیز رول ولوبوي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت په ۱۲ تنو لوړپوړو غړو د بهرنیو سفرونو د معافیت موده دوې میاشتې وغځوله، خو د لوړو زده کړو په سرپرست او د پوهنې وزارت په مرستیال یې له دې کبله معافیت پایته ورساوه، چې د دې شورا په وینا، په دغو دوو بنسټونو کې پر نجونو او ښځو ډېر محدودیتونه لګول شوي دي.