د افغان کډوالو د را اېستلو دوام؛ ترکیې لسګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستنولي

د افغان کډوالو د را اېستلو دوام؛ ترکیې لسګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستنولي


  • 2 کاله دمخه (26/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 692

سمسور (۵چنګاښ۱۴۰۱) ترکیې لسګونه هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه کړي، چې دغه هېواد په ناقانونه توګه ورننوتي وو. 

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي په یوه راپور کې ویلي، چې د ترکي پولیسو ۱۳۱ افغان کډوال د تېرې جمعې په ورځ کابل ته ستانه کړي. 

د مالوماتو پر بنسټ، دا کسان له استانبول نه کابل ته په یوه عادي الوتنه کې لېږدول شوي.

ترکي پولیس هغه افغان کډوال نیسي او د کډوالۍ په کمپونو کې یې ساتي، چې په "ناقانونه" توګه ترکیې ته تللي دي.

د راپور له مخې، ترکیې د روان کال له پیله تر ۳۷ زرو ډېر هغه کډوال او پنا غوښتونکي افغانستان ته ستانه کړي، چې په دې هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

په هېواد کې پراخ فقر او د کار نشتون هغه لاملونه دي، چې خلک یې په مرګونو لارو کډوالي ته اړ کړي دي.