سرپرست حکومت روانه اوونۍ په کابل کې د علماوو لویه غونډه جوړوي

سرپرست حکومت روانه اوونۍ په کابل کې د علماوو لویه غونډه جوړوي


  • 2 کاله دمخه (26/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 755

سمسور (۵چنګاښ۱۴۰۱) سرپرست حکومت د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د علماوو لویه غونډه جوړوي.

سرپرست حکومت لا په دې تړاو رسمي څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د دغه ډول غونډې مهمه اجنډا کورنی مشروعیت او له شته ستونزو یې د هېواد را اېستل کېدل بللي وو. 

د کابل پولي تخنیک پوهنتون په یوه خبرتیا کې ویلي، چې د لویې ‌جرګې غونډې لپاره به دغه پوهنتون د چنګاښ میاشتې له پنځمې بیا تر ۱۲مې نېټې پورې رخصت وي.

بلخوا پر ټولنیزو رسنیو د سرپرست حکومت رئیس الوزرا ته یو منسوب لیک ښکته پورته کېږي، چې په کې ویل شوي دې غونډې ته داسې علما ور بلل شوي، چې ښه شهرت، نوم او تقوا ولري، تر څنګ یې د مکتوب په اصطلاح د جهاد ملاتړ یې کړی وي.