ننګرهار؛ نامالومو وسله‌والو جلال‌آباد ښار کې درې کسان وژلي

ننګرهار؛ نامالومو وسله‌والو جلال‌آباد ښار کې درې کسان وژلي


  • 2 کاله دمخه (27/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 600

سمسور (۶چنګاښ۱۴۰۱) ځایي اوسېدونکي وایي، ننګرهار ولایت کې د ناپېژانده وسله والو له لوري درې کسان په ډزو سره وژل شوي دي. 

سرچینې ویلي، چې پېښه تېره شپه د جلال اباد ښار اړوند یوولسمې ویالې سیمه کې شوې ده. 

د سرچینې د مالوماتو له مخې، چې د پېښې علت او د وژل شویو کسانو هویت تر اوسه څرګند نه دی.

تر دا مهاله د دغې پېښې په تړاو د ننګرهار ځایي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ننګرهار د هېواد په ختیځ کې پروت ولایت دی، چې په دې وروستیو کې په کې د هدفي بریدونو او وژنو پېښې زیاتې شوې دي، چې دې وضعیت د ځایي اوسېدونکو سختې اندېښنې یې هم راپارولي دي.