شمالي وزیرستان کې وسله‌واله نښته؛ پوځ وایي،  دوه پوځیان یې وژل شوي

شمالي وزیرستان کې وسله‌واله نښته؛ پوځ وایي، دوه پوځیان یې وژل شوي


  • 2 کاله دمخه (27/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 645

سمسور (۶چنګاښ۱۴۰۱) د پاکستان پوځ وايي، د وسله والو سره په یوې نښتې کې د دوی دوه سرتېري او اووه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې جګړه د شمالي وزیرستان په «غلام خان» سیمه کې شوې ده.

د شمالي وزیرستان د «غلام خان» سیمه د افغانستان پولې ته څیرمه پرته ده.

د وژل شویو پاکستاني سرتېرو نومونه منیر حسین او بابو خان ښودل شوي چې ۴۴ کلن او ۳۸ کلن وو.

د پاکستان پوځ وايي چې وسله والو ته یې په ځوابي برید کې د تلفاتو د اړولو تر څنګ له هغوی څخه ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي‌ دي.

پاکستاني پوځ نه دي ویلي، چې وسله وال څوک وو؛ خو تر دې مخکې د «پاکستان تحریک طالبان» د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو مسئولیت منلی دی.