د دیني عالمانو په غونډه کې ۳زره تنو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې

د دیني عالمانو په غونډه کې ۳زره تنو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې


  • 2 کاله دمخه (27/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 624

سمسور (۶چنګاښ۱۴۰۱) د راپورونو له مخې، د دیني علماوو په جوړېدوونکې غونډه کې درې زره کسان رابلل شوي دي. 

سرچینې وایي، د دیني علماوو غونډه به د روانې اوونۍ چهارشبنې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شي. 

د سرچینې په وینا، له هرې ولسوالۍ او ناحیې درې تنه، چې ډېری یې دیني عالمان دي، رابلل شوي دي. 

دغه غونډه به د درې ورځو لپاره دوام وکړي او په بېلابېلو موضوعګانو به بحث وشي.

دغه غونډه به احتمالاً تصویري پوښښ ونه لري؛ خو راډيويي پوښښ به ولري.