پاکستان کې د پولیو ضد یو واکسین کوونکی او دوه پولیس وژل شوي

پاکستان کې د پولیو ضد یو واکسین کوونکی او دوه پولیس وژل شوي


  • 2 کاله دمخه (28/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 684

سمسور (۷چنګاش۱۴۰۱) پاکستاني چارواکي وایي، چې په یوه وسله‌وال برید کې د پولیو ضد یو واکسین کوونکی او دوه پولیس وژل شوي دي. 

چارواکي وایي، چې دغه پېښه د شمالي وزیرستان د «دته خیل تاڼې» په سیمه کې شوې ده. 

د چارواکو په خبره، برید داسې مهال شوی، چې د واکسین ډله د ماشومانو په واکسین کولو بوخته وه، چې وسله وال راغلل، برید یې پرې وکړ او بیا وتښتېدل.

ویل کېږي، چې د دغه برید پر مهال یو ماشوم هم ژوبل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ تېره ورځ اعلان وکړ، چې له ترهګرو سره یې په نښته کې اووه ترهګر وژلي او د دوی دوه سرتېري هم وژل شوي دي. 

د پولیو د مخنیوي د برخې ځایي مشر ډاکټر یاسر ویلي، چې هلته یې اوس مهال د پولیو ضد واکسین کمپاین درولی او د واکسین ۲۱ ټیمونه یې له دغې سیمې څخه اېستلي دي.