د هلمند د کجکي اوبو بند برېښنا له کندهار ښار سره وصل شوې

د هلمند د کجکي اوبو بند برېښنا له کندهار ښار سره وصل شوې


  • 2 کاله دمخه (29/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 750

سمسور (۸چنګاښ۱۴۰۱) ځایي چارواکي وایي، چې د کجکي اوبو بند ۱۱۰ کیلو ولټه برېښنا له کندهار ښار سره نښلول شوې ده.

سرچینې وایي، د برېښنا لاین رغولو چارې، چې څه باندې دوه میاشتې مخکې پیل شوې وې، نن بشپړې شوې دي.  

د کندهار ولایت رسنیز دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د کجکي فابریکې څخه تر کندهار برېښنا کوټ پورې نوی لاین، انسلیټران، براکټونه او پایې د ۱۷۰ کلیومتره په واټن د ۶۱ کاري ورځو په بهیر کي بشپړ شوی دی، چې ټول ټال پرې ۲۷۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. 

کندهار ښار ته پر داسې مهال د کجکي برېښنا وصلېږي، چې خلک د برېښنا د نشتوالي له امله له سختې ګرمۍ سره مخ وو.