روغتیا وزارت: له دې وروسته؛ هېڅ ډاکټر ته د شِفري نسخو لیکلو اجازه نشته

روغتیا وزارت: له دې وروسته؛ هېڅ ډاکټر ته د شِفري نسخو لیکلو اجازه نشته


  • 1 کال دمخه (02/10/2022)
  • سمسور نیوز
  • 949

سمسور نیوز (۱۰تله۱۴۰۱) د ا.ا د روغتیا وزارت چارواکي وایي، له دې وروسته هېڅ ډاکتر اجازه نه لري، چې له درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ، ناروغانو ته شِفري نسخه ولیکي.   

د دې وزارت ویاند شرافت زمان امر رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې ډاکټران باید خپلې نسخې روښانه او په اوصولي ډول  ولیکي.

دې وزارت خبرداری ورکړی، چې دا چاره جرم ګڼل کېږي او له سرغړوونکو سره به یې قانوني چلند وشي.  

دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې یو شمېر ناروغانو شکایت کړی، چې د ځينو ډاکټرانو له خوا د لیکل شویو شفري نسخو درمل بل ځای نه‌شي موندلی.