سمسور نیوز (۱۰تله۱۴۰۱) د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وایي، د سږکال به په کانکور ازموینه کې پوهنتونونو ته ۱۱۵ زره نوي محصلین جذب شي.
د یاد وزارت ویاند، احمد تقي رسنیو سره په خپلو خبرو کې د سږ کال کانکور ازموینې لپاره د بشپړ چمتووالي خبر هم ورکړی دی.
دغه وزارت دا نه دي ویلي، چې نجونې به هم د سږ کال کانکور ازموینه کې ګډون وکړي او که نه.
د لوړو زده کړو وزارت د مخکېني اعلان له مخې، ټاکل شوې سږ کال د دولسم ټولګیو د فارغانو څخه د کانکور ازموینه د روانې تلې میاشتې په نیمايي کې په ټولو ولایتونو کې واخیستل شي.