د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ په ټیکسلا کې یوې غونډې ته ویلي، چې چې د پاکستان د اوسني حکومت خلاف یې د خپلو پلویانو رایستلو ته تابیا په بشپړېدو ده.
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان اوس مهال په حقیقي ډول ازادي نه لري او دی غواړي چې ټول پاکستانیان په حقیقي ازادۍ کې شامل کړي.
عمران خان د اوسني حکومت چارواکي په فساد تورن کړل.
عمران خان تر دې وړاندې هم ویلي و چې د پاکستان اوسنی حکومت د امریکا غلام دی.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې دوه ورځې وړاندې محکمې د هغه د نیولو امر هم صادر کړی و.