سمسور نیوز (۱۱تله۱۴۰۱) په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» خبر ورکړی، چې د کابل دشتبرچي کې پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې ورځې ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۴۳ کسانو ته لوړ شوی دی.
یوناما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې پېښه کې ۸۳ کسان ټپيان شوي هم دي.
یوناما زیاته کړې، چې د دوی د بشري حقونو ډلو له خوا د ارقامو تائیدېدل دوام لري او امکان شته، چې د وژل شویو شمېر نور هم لوړ شي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۵ یاد کړی و.
دا خونړی برید، چې ډېری قربانیانې یې نجونې دي، په کور دننه او بهر سخت غندل شوی دی.