استخبارات: د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو مسؤل مو نیولی

استخبارات: د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو مسؤل مو نیولی


  • 2 کاله دمخه (05/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 936

سمسور نیوز (۱۳تله۱۴۰۱) د ا.ا د استخباراتو ریاست چارواکي وایي، چې د داعش وسله‌والې ډلې د بهرنیو اړیکو مسؤل یې نیولی دی.  

دغه ریاست تېره شپه ناوخته پر خپله ټوېټر لیکلي، چې د مالکي په نوم دغه کس یې د ځانګړو پوځي عملیاتو پر مهال نیولی دی. 

سرچینې زیاته کړې، چې نوموړي د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه داعش ډلې ته مالي مرستې راټولولې. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه کس د دې ډلې د جلب او جذب مسؤل هم و.

نوموړی داسې مهال نیول کېږي، چې په دې وروستیو کې د داعش ډلې ترورېستي بریدونو زور اخیستی دی.