سمسور نیوز (۱۳تله۱۴۰۱) په ننګرهار کې یو شمېر نجونو او ښځو په کابل کې وروستی ځانمرګی برید غندلی دی.
دوی، چې په مرکز جلال آباد ښار کې د کاج ښوونیز مرکز قربانیانو په ملاتړ راټولې شوې وې ویلي، چې له ګډ دښمن به د دې برید غچ اخلي.
دوی دغه راز له ځانونو سره بېنرونه لېږدولي، چې پرې لیکل شوي وو: «موږ پښتانه هزاره ګان یوو او د خپلو خویندو او وروڼو غچ به اخلو.»
تر ننګرهار وړاندې د پلازمېنې کابل په ګډون په هرات، بامیان او مزارشریف کې هم د یاد برید په غبرګون کې لاریونونه شوي وو.