سمسور نیوز (۱۶تله۱۴۰۱) د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت لوی ریاست وایي، په هېواد کې د پاسپورټونو وېش لړۍ د تلې میاشتې له ۱۶مې نېټې تر ثاني خبرتیا ځنډېدلې ده.
یاد ریاست د پاسپورټونو وېش ځنډ لامل د تخنیکي وسایلو بیا ترمیم ښودلی دی.
سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې د ورځې پنځه زره پاسپورټونه وېشل کېدل، ماشینونو اصلي کیفیت له لاسه ورکړی، بېرته رغول او بدلول یې وخت نیسي.
سرچینې له خلکو غوښتي، چې تر بل امر پورې په تمه پاتې شي.
تر دې وړاندې هم څو ځلې د پاسپورتونو د وېش لړۍ د تخنیکي ستونزو له کبله درول شوې وه.