پاکستان کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

پاکستان کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړی


  • 1 کال دمخه (09/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 857

سمسور نیوز (۱۷تله۱۴۰۱) پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د یوه کور د چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ نهه غړي مړه شوي دي.

په مړو شویو کې یوه ښځه او د هغې څلور زامن او څلور لوڼې شاملې دي. 

پېښه د پاکستان شمال لورته د ګلګت په چیلاس سیمه کې شوې ده.

د یادې کورنۍ یوازېنی پاتې کس، چې د مړو شویو ماشومانو پلار دی، د پېښې پر وخت په کور کې نه و.   

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یادې پېښې په تړاو خپله خواشیني څرګنده کړې ده.