نن به سره پښتو کوو!

نن به سره پښتو کوو!


  • 1 کال دمخه (09/10/2022)
  • فرهاد دریا
  • 843

نن به سره پښتو کوو!

نن د وطندارۍ او پښتونوالۍ باڼډار کوو

 

نن داسی هیله لرم چې د درانو پښتنو لیکوالانو، شاعرانو، خبریالانو، مدني فعالانو او رسنیزه کارکوونکو په شمول، د ټولو ټولنیزو شبکو لرونکو چې پاڼې يي “ویریفای” شویدي، دلته راسره مل شي او د دې مطلب په رسولو کې تود ګډون ولري. پټه دې پاتې نه وي چې د خپل حضور سره خپل نظرونه په سپینو خبرو مخامخ خپلو هیوادوالو سره شریکې کړي.

د افغانستان اکثریت خلک دا مني چې په تیرو شلو کلونو کې تاسو قرباني ورکړې، زجر مو ګاللی، محروم او منزوي ساتل کیدلئ، او په مختلفو بهانو ځپل شوي یاست. خو تاسو ترهګر او د ترهګرۍ ملاتړي نه، بلکې د تروریزم او وحشتي جګړې لمړني قربانیان وئ.

نن چې مونږ د هزاره خلکو نسل وژنې ته عدالت غواړو – چې د دوي حق دي – دا په هیڅ ډول د نورو سره په مخالفت یا د افغانستان د نورو خلکو د قربانیو له یاده ایستلو په معنا نده. دا عدالت غوښتنه پدې معنا هم نده چې ګوندې مونږ قومي جګړې ته لمن وهو، یا د یو قوم په مقابل کې د بل قوم یا یوه ډله د بلې ډلې په وړاندې غوره ګڼو. دا د کوم خاص قوم او خاصې ډلې باره کې نده.

د دې عدلت غوښتنې اصلي مقصد او مرام دا دې چې په افغانستان کې د هزاره قوم نسلي وژنه او د ټولو خلکو بی ځڼډه وژنې پای ته ورسیږي. کله چې هزاره‌ګان د خپل حق لپاره عدالت غواړي، په کار ده چې ټول افغانستان يي ترڅنګ ودریږي ترڅو سبا – خدای مکړه همداسی بد وضعیت په بل ورور راځي – چې هزاره ګان د پښتنو، تاجیکانو، ازبیکو، او یا نورو قومونو ترڅنګ د هرډول تبعیض او تعصب پرته، ودریږي، همغږي وکړي او لاس په لاس شي.

نن سبا دا ډول حرکتونه او خوځښتونه، کولی شي د یووالي، یو ملت کیدو، ملګرتوب او اتحاد لپاره ښه فرصت وي. ولی باید مونږ د داسی فرصتونو څخه د خپل ګډو کور افغانستان کې د خیر او فلاح لپاره استفاده ونکړو؟

ريښتیا خو دا دي چې د افغانستان هزاره ولس پدې وروستیو کې د ډیرو بی رحمه بریدونو قربانیان دي، او تروریستي حملې پری کیږي. د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د هزاره ګانو ډلیزه قبرونه او په تعلیمي مرکزونو، تکیه خانو او جوماتونو کې د ځوانانو یو سره وژنه، د دې نسل وژنې ښکاره ثبوت دی. که چیرې مونږ په ګډه وکړی شوو چې په خپله سیمه کې روان جنایت او ظلم ته د نړۍ او په ځانګړي ډول د ملګروملتونو پام جلب کړو، پدې ډول عدالت غوښتنې به مو د افغانستان ټولو قومونو لپاره لوی خدمت کړی وي.

په ننګرهار کې د هزاره نسل وژنې په وړاندې د پښتنو خوئیندو اعتراضونه او لاریون د همدې عدالت غوښتلو لپاره د افغانستان د ټولو قومونو ترمنځ د یووالي او پیوستون یو څرګند حقیقت او روښانه انعکاس دی.

 

زه نن د منظور پشتیون Manzoor Ahmad Pashteen، او د پښتون تحفظ د غورځنګ له ټولو غړو او فعالانو غواړم چې مونږ سره پدې عدالت غوښتنه کې ملګري شي او غږ اوچت کړي. د همدلۍ، همکارۍ، یو بل زغملو او یو بل سره د لاس ورکولو پرته، دا به ډیره ناممکنه وي چې د خپلو سیمو او مئینو د ترهګرۍ دا خونخوار خامار ورک کړو.

د افغانستان د نابودۍ او د قومونو ترمنځ د بیلتون لپاره لویه دسیسه او سازش روان دی. پدې شوم پلان او دسیسه کې پښتانه، هزاره، تاجیک، اوزبیک او نور قومونه د خطر سره مخامخ دي. ځان به نه تیرباسوو، زه او ته خپل ګډ دښمن ښه پيژنو!

 

 په ډېره مينه

فرهاد دریا

#StopHazaraGenocide

#افغانستان_اوسو

#افغانستان_باشیم