سمسور نیوز (۱۸تله۱۴۰۱) د پاکستان په سوات کې د ښوونځي د زده کوونکو پر موټر وسله وال برید شوی، چې له کبله یې یو موټر چلوونکی وژل شوی او دوه زده کوونکي ژوبل دي.
برید نن سهار د سوات په چارباغ سیمه کې شوی دی.
ځایي پولیس وایي، وسله والو کسانو پر دغه موټر هغه مهال ډزې وکړې، چې د ښوونځي پر لور روان و.
تر اوسه د دې برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.