توماس نیکلوسن: افغانان باید د یو نظام او مشر ټاکلو واک ولري

توماس نیکلوسن: افغانان باید د یو نظام او مشر ټاکلو واک ولري


  • 1 کال دمخه (10/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 970

سمسور نیوز (۱۸تله۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی  استازی توماس نیکولسن وایي، اوسنی حکومت باید داسې یوه سیاسي پروسه رامنځ ته کړي، چې له مخې یې ټول افغانان د یو نظام او نظام د مشر ټاکلو واک ولري.   

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې ټول‌منلی حکومت او ټول شموله سیاسي بهیر د باثباته افغانستان یوازېنۍ لاره ده.  

هغه زیاته کړې، افغانستان له یو سخت ژمي سره مخ کېدونکی دی او په کار ده، چې چین او روسیه هم د اروپايي ټولنې په څېر بشري  مرستې وکړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره اوونۍ یې کابل ته تر راتګ وروسته د ا.ا. له یو شمېر سرپرست وزیرانو او نورو افغان مشرانو سره کتلي وو.