له ځنډ وروسته؛ چین ته د افغانستان جلغوزیو صادرات بېرته پیل شول

له ځنډ وروسته؛ چین ته د افغانستان جلغوزیو صادرات بېرته پیل شول


  • 2 کاله دمخه (11/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 1015

سمسور نیوز (۱۹تله۱۴۰۱) له څو میاشتني ځنډ وروسته له افغانستان څخه چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزیو صادرات بېرته پیل شول. 

د ا.ا د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د افغانستان او چین ترمنځ د هوايي دهلېز له جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې وده وکړي. 

برادر زیاته کړې، افغانستان غواړي له چین سره خپلې سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې وساتي. .   

هغه هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د ترکیې په ګډون نور هېوادونه هم له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.

له دې مخکې د افغانستان جلغوزي، زعفران، هنګ او تازه مېوې د هوايي دهلېز له لارې د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه چين، هند او عربي متحده اماراتو ته صادرېدل.