د ژ وند د ساړه ژمي له امله مې بهر ګذاره شوه . نږ دې وچې د حالاتو ساړه مې د
ژ وند په كږلېچنه لاره له حركت څخه وغور ځوي . ځكه مې له ځان سره پرېكړه وكړه ، چې ترڅو په سيمه باندې ر وښانه لمر راخيږ ي او ژ وند د حركت كولو تر حده تودوخه
محسوسوي .
تر هغې بايد د ټولې دنيا له ښكليو او بدرنګو سترګو څخه په يو شان او يوه ډول پټ واوسېږم ، د ګټې او تاوان څخه يې ځان ليرې وساتم .
ځكه مې د خيال د دنګې ونې دښي اړخ له ببرې څانګې څخه د برېتور صوفي د نيم
قد په اندازه يوه مهينه همسا چې په هر ګام يې زما مخې ته د شمعې په څېر تته خو
رهبري كوونكي رڼا كوله راغوڅه كړه .
د دې لپاره چې وروسته له نن څخه بايد هر ځاي او هر محفل ته د همدې زرينې همسا د رهبري كوونكي رڼا په مرسته ورشم . ځكه مې له هر منزل څخه وړاندې د لومړي مزل لپاره له بهر څخه ټول ځان راټول كړ ، او د خپل زړه په لوري مې مخه كړه . د خپلې زرينې همسا په مرسته ډېر زر د خپل زړه تل ته راورسېدم .
اوس دلته هر تخليق يا خو په خپله كوم ، او يا يې د جوړېدا پر مهال دومره له نږ دې څخه څارم ، چې كېداي شي يو وخت يې دځينو برخو د تكميل په اړه جوړ ونكى هم
را ځينې پوښتنه وكړي .
زه د خپل زړه په ضرابخانه كې هره سندره وينم چې څه ډول يې وجود منځ ته راځي ، څه ډول له دې ځايه د ژبې يا هم د اعصابو د نريو رشتو له لار ې د قلم ز ړه ته ځان رسوي ،او يا څه ډول د وجود په كوم كږلېچ كې د يا قربان او يا هم يكه زار له ازانګو سره ځان يو ځاي كوي .
دلته د خداى (ج) د وجود مبارك يو كم سل ځانګړتياوې ټولې وينم چې دخپلومعياري
جوړښتونو له مخې د اړ وندو ادارو په دروازو باندې د اسماني پاكو مهرونو په څېر لګېدلي دي .
دلته ساړه نشته ، ګرمي هم نده ، دلته د ساړه او ګرمۍ لپاره ځانګړى موسم نه راځي . دلته يو ډول موسم دى ، ټول عمر يو شان او معتدله هوا چليږي ،دلته حالات د چا سره بدرنګي نشي كولاي ، دلته هر څوك پا چا دى ،دلته د هېڅ دنياوي دبدبې او
جلال په اساس څوك د چا په وړاندې سر نه ټيټوي .
دلته هر څوك جلال لري ، ځكه چې هر وخت د خپل ستر ښائست سپېڅلي نور ته مخامخ ولاړ وي .
كه ريښتيا درته ووايم ، ډېر ښه ژ وند مې پيدا كړ ى دى .
داسې ژ وند چې د وړاندې زمانې ډېرو سترو سترو پاچاهانو به هم نه درلود او نه ښايي وروسته كوم پا چا يا عادي وګړئ دومره هوسا او خوشاله ژ وند ولري . يواځينۍ
وېره چې زه يې محسوسوم ،هغه د مرګ وېره ده .
چې كله ترخه او كله هم خواږ ه راباندې لګيږ ي . ترخه ځكه چې زه فكر كوم ! ايا له
مرګ څخه وروسته به مې دا ډول خوشاله ژ وند لكه اوس يې چې د خپل زړ ه په پا چا هۍكې لرم په برخه شي او كنه ؟
خوږ ه ځكه چې زه اميد لرم ، ګوندې د مرګ زرينه پريښته مې په لومړي ځل خپل
محبوب ته ورغاړې باسي . كه هر څنګه وي ،زه د مرګ له زرينې پريښتې څخه
دا غوښتنه كوم چې :
(ما) له ما څخه د روح د اخيستلو په وخت د باندې راونه غواړي .زه غواړم چې په خپل
ځان او خپل زړه كې دننه مې په ارام ډول وو ژني .