منظور پښتین: راووځئ! له پاکستان څخه خپله خاوره ګټو

منظور پښتین: راووځئ! له پاکستان څخه خپله خاوره ګټو


  • 2 کاله دمخه (12/10/2022)
  • Sahil Asad
  • 895

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره ورځ په صوات کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه له وسله والو سره تړون کړی او یوازې پښتانه پرې ځپي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې باجوه که زورورو وي، نو د ځان لپاره به وي، خو پښتنو سره دې ځان نه سموي.

پښتون په ټولو پښتنو غږ وکړ، چې له پاکستان څخه د خپلې خاورې د ګټلو لپاره راپورته شي.

د پښتون په خبره، پښتانه له ټوپک نه ویریږي او پاکستان دې د پښتنو په خاوره کې د خپل ټوپک په زور ترهګرې ډلې په پښتنو نه مني.

منظور پښتین ویلي، د پاکستان رسنۍ پر پښتنو شوي ظلم ته پوښښ نه ورکوي او یوازې د باجوه امر ته منتظر دي.

منظور پښتین د پاکستان ریاست ته په اشارې وویل چې دوی په امن کې پیسې نه شي پیدا کولای او یوازې په جنګ یې ګټه ده.

د هغه په خبره، پاکستانیان یوازې له جګړو پیسې ګټي او په همدې یې حکومت روان دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د لوی افغانستان په مقبظو سیمو کې نا امني زیاته شوې چې پر وړاندې یې تېره ورځ لسګونه زره خلکو لاریون کړی وو.